دسنا مجلس دغړو شمير کم شو .
کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
په داسې حال کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ديوه حکم په صادرولو سره دمشرانو جرګې د غړو شمير له يوسلو دوو تنو څخه اته شپيتو تنو ته کم کړ خو دمشرانوجرګې يوشمير غړي له اته شپيتو تنو غړو سره دسنامجلس دکار دوام ستونزمن بولي .
دهيوادجمهور رييس محمد اشرف غني دسنامجلس دتشکيل په اړوند داساسي قانون د ٨٤ مادې دبدلون په باب دسترې محکمې دمشورتي حکم په استناد امر کړى دى چې ددغه مجلس ددريمې برخې غړو کاري دوره دې دولايتي شوراګانو دانتخاباتو له پاى ته رسيدو وروسته پاى ته ورسيږي او دولسواليو دشوراګانو تر انتخاباتو پورې دسنامجلس بايد له دريو برخو څخه په دووبرخو غړو سره خپل کار ته دوام ورکړي .
په همدې حال کې يوشمير سناتوران ددغه مجلس دکار دوام ستونزمن بولي وايي چې دسنا مجلس له دريو برخو څخه په دوو برخو غړو سره به له ستونزو سره مخامخ شي .
دمشرانوجرګې غړې صديقه بلخي ددغې مسئلې په اړوند وايي په هغه صورت کې چې دسنامجلس له پنځو څخه تر شپږو تنو غړو پورې ولايتونو ته لاړ شي اويا بهر ته سفر وکړي دسنامجلس غونډې به دنصاب دکمښت له ستونزې سره مخامخ شي او قوانين به له تصويب څخه پاتې شي .
ميرمن بلخي وايي چې دهيواد اساسي قانون ديوسلو دوو تنو غړو په لرلو سره دسنامجلس دنصاب په باب پوره صراحت لري که چيرې په خپل وخت دولسواليو دشوراګانو انتخابات ترسره شوې واى او دولسواليو دشوراګانو استازي دسنامجلس ته معرفي شوې واى اوس دسنامجلس له دغه شان ستونزې سره نه مخامخ کيده .
داپه داسې حال کې ده چې پرون دسنامجلس په يوې مخالفې رايې سره له اته شپيتو تنو غړو سره دمشرانو دجرګې دکار ددوام په باب دجمهور رييس حکم تاييد کړ .