امنیت

دسمنګانو په ولايت کې يو خدماتي کارکوونکي ديوه غله له خوا ووژل شو.

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو دګل قشلاق دکلي يو اوسيدونکي تيره شپه په خپل کور کې ديوه غله له خوا ووژل شو .
  دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې مدير سمونوال مسجدي جدي  دپيښې دڅرنګوالي په باب وويل: ددغه کلي اوسيدونکي خالدار د وژل شوى عبدالخالق کورته ننوتي  او غوښتل يې چې مالونه يې لوټ کړي چې دعبدالخالق او غله ترمنځ غوغا جوړه شوه  غله هغه دچړې په ګوزار سره  سخت ټپي کړ، او روغتون ته دليږدونې په وخت کې  يې  سا ورکړه .
دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير زياته کړه چې دمقتول ميرمنې  دڅرګندونو له مخې،  وژونکي له سيمې تښيتدلى  و خو دپوليسو  له خوا ونيول شو او پيښه  څيړل کيږي.
دوژل شوى سړى  خسر دعدلي اوقضايي ارګانونو له لارې دقاتل دمجازاتو غوښتنه وکړه .
ديادونې وړ ده چې وژل شوى سړى  دسمنګان ولايت ديوې دولتي ادارې خدماتي کار کوونکي و، څلور لوڼى او پنځه زامن لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته