اقتصاد

دسلام دمخابراتي شبکې مشترکين شپږ اعشاريه يو مليونو تنو ته زياتيږي

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژى وزير شهزاد اريوبي او دافغان تيلي کام دمخابراتي شرکت  دمديره هيئت رييس دشپږ اعشاريه يو مليونو تنومشترکينو پورې  دسلام دمخابراتي شبکې د ظرفيت  دلوړولو په مقصد قرارداد دافغان تيلي کام  دمخابراتي شرکت او د زي -تي -يي دنړيوال شرکت ترمنځ لاسليک شو . دهېواد دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژى وزير ددغه قرارداد دلاسليک کولو په مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغه قرارداد دموادو په تطبيق سره به  چې اته مياشتې وخت نيسي  دسلام دمخابراتي شبکې ظرفيت له دريو مليونو تنو مشترکينو څخه شپږوملينو تنو مشترکينو ته ورسيږي .او موږ به دهېواد لرو پرتو سيمو ته  دمخابراتي خدمتونو دپراختيا، دباکيفته مخابراتي او انترنتي خدمتونو په وړاندې کولو، دتخفيفونه او وړانديزونو په زياتوالي او دمشترکينو مالي مديريت ته  موږ بريالي کړي .
اوس دسلام مخابراتي  شبکې ظرفيت درې مليونه او سل زره مشترکين دي . او ددغه شرکت مديره هيئت  هلې ځلې کوي چې دهېواد په کچه له انډوليز پوښښ سره جوخت باکيفته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته