نړۍ

دسعودي عربستان دباچا دنا روغۍ له امله دامريکا انديښنه

 رياض ايرنا  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
دامريکا دمتحده ايالاتو  حکومت  دسعودي عربستان دباچا دروغتيايي حالت   دخرابوالي پورې اړوندو بدلونونو دڅيړنې په مقصد   دملي امنيت دشورا دغړو او دامريکاد بهرنيو چارو وزارت په ګډون  دخاصو عملياتو خونه جوړه کړې ده.
دايران ددولتي خبري آژانس انترنټي سايټ دناروې  د اوستن راډيو له خولې  خبر راکړ چې دعملياتو ددغې  خونې  جوړول له هغه وروسته ترسره شول  چې په رياض کې دامريکا سفارت  په سعودي عربستان دواکمنې کورنۍ  او دربارڅخه  دملک عبدالله بن عبدالعزيز دمړينې په باب رپوټونه ترلاسه کړل.
دهمدې خبرله مخې :  په سعودي عربستان کې  يو شمېر امريکايي ډاکتران دکوما له حالت څخه دملک عبدالله دايستلو لپاره فعاليت کوي.
دسعودي عربستان باچا نوي کلن دى  او تيره اوونۍ  د زات الريه  په ناروغۍ له  اخته کيدو وروسته روغتون  ته وليږدول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته