دسرپل ولايت ستونزې وڅيړل شوې

کابل باختر د تلې ٦
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس  پرون  دسرپل ولايت دخلکو ستونزې او نظريې واورېدې .
دباختر  اژانس خبريال خبر راکړ: په هغې غونډې کې چې دجمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان دتطبيق په خاطر دسرپل ولايت دکنفرانسونو په صالون کې جوړه شوى و، دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس عبدالخالق  فراهي دجمهوري رياست د وروستي فرمان دتطبيق او په تيره بيا په ولايتونو کې د واليانو او ولسوالانو دکړو وړو دڅيړنې په باب خبرې وکړې او خلکو څخه يې وغوښتل چې په دې اړوند دې له دغې ادارې سره همکاري وکړي .
دغه راز د اداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد مشاهد هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او دکار اهل ته دکار سپارل، له فساد څخه دخلاصې ادارې جوړول  او غوره سالاري يې  ددغې ادارې يو هدف او دنده وبلله .
په دې غونډه کې دسرپل والي عبدالجبار حقبين دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له  ٤٥ ګڼه فرمان سره دملاتړ له اعلامولو په ترڅ کې وويل: په سرپل ولايت کې مقامات د ٤٥ ګڼه فرمان تطبيق دخپلو دندو يوه برخه بولي او په عملي کولو کې به يې له هيڅ  راز هلوځلو څخه دډه ونه کړي .
دغونډې په پاى کې  برخه والو دامنيتي حالت دښه والې او هم د ادارو دښه والې په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه دغو دوو جګپوړو دولتي مقاماتو ته وړاندې کړې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته