کابل باختر د ثور پنځمه :
دسرپل ولايت داطﻻعاتو اوفرهنګ رياست دنويو تاسيساتو دجوړولو کار پيل شوه .
دغه تاسيسات دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې له خوا دنولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دسرپل ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس بسم الله شريفي باختراژانس ته وويل چې دغه نوي تاسيسات په دريو پوړونوکې جوړيږي چې شپاړلس اداري خونې ، دکنفرانسونو سالون ، کتابتون او نورې اداري ، فرهنګي برخې به ولري او دځاى دکمښت له پلوه به اوسنۍ ستونزې لرې کړي .
دسرپل ولايت سرپرست عبدالملک عظيمي ددغو تاسيساتو دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې وويل چې په سرپل کې دټولو دولتي ادارو لپاره دتاسيساتو دجوړولو په مقصد هلې ځلې دوام لري .
ده له پيمان کار شرکت څخه وغوښتل چې دسرپل ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتاسيساتو په جوړولوکې کيفيت په پام کې ونيسي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل