دسرپل ولايت داستيناف محکمې رييس وتښتول شو .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دسرپل ولايت داستيناف محکمې رييس دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا وتښتول شو .
په دې پيښه کې درې تنه نور قاضيان هم له قاضي  ميرويس سره تښتول شوي دي .
  دى نن له غرمې مخکې کله يې چې غوښتل  له سرپل ښار څخه دمزارشريف ښار ته لاړ شي دلار ې په اوږدو کې دسپرلۍ  په موټر  يې ديرغلګرو طالبانو له خوا بريد وشو او وتښتول شو .
دسرپل ولايت داستيناف محکمې درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې محکمې رييس قاضي ميرويس له دريو تنو نورو قاضيانو سره درخصتۍ  دورځو دتيرولو لپاره په مزارشريف  ښار کې خپل کور ته روان و چې دطالبانو له خوا وتښتول شو .
خبرځاى وويل چې دسرپل ولايت داستيناف محکمې رييس کوم ساتوونکۍ  نه درلود او تل يې له ساتوونکې پرته تګ راتګ کاوه .
سره له دې  چې تراوسه پورې ددغو څلورو تنو قاضيانو دتښتونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى سيمه ئيز مقامات وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
په همدې  حال کې دسرپل ولايت پوليس وايي چې دتښتول شويو قاضيانو دموندلو او ازادولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
له بلې خوا هم ويل شوي دي چې په سرپل کې دسيمې مشران غواړي چې  په منځګړيتوب سره ددغو څلورو تنو قاضيانو دخلاصون لپاره زمينه برابره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته