کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دسرپل والي دفعاليتونو دستاينې په مقصد نن دنسل نوين دټولنيز سازمان له خوا ددغه ولايت په مرکز کې غونډه جوړه شوه.
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، په دې جشن کې دولايتي شورا رييس محمد نور رحماني ، امنيه قوماندان ، دملي امنيت مرستيال ، ددولتي ادارو رييسانو ، مخورو ، ديني عالمانو ، مدني فعالانو ، ځوانانو او دمطبوعاتو کورنۍ برخه اخستې وه .
دنسل نوين دټولنيز سازمان استازي رحمت الله عابد په دې شعار سره چې موږ دټولنيزې نيکمرغۍ ، سوکالۍ ، خدمت له فردي ګټو لوړبولو، دسرپل دوالي عبدالقادر اشنا کارونه اوفعاليتونه بيان کړل او هغه يې خلکو ته دهراړخيز خدمت کولو په برخه کې د ممتاز والي په توګه معرفي کړ .
ختم_ شکريه_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل