اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې نهه ډالره زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر  دمرغومي دمياشتې  ٧ :
په  نړيوالو بازارونو کې د يوانس  سرو  زرو  په   بيه کې  د تيرې  چهارشنبې دورځې  په  پرتله  نهه  ډالره زياتوالى ليدل کيږي .
تيره چهارشنبه   په  نړيوالو بازارونو کې يو انس سره  زر   په ١٢٠٤ ډالره  وړاندې کيدل  خو نن په ١٢١٣ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام مصري سره زره په ٢٤٠٠ افغانيو ،  کويټې ٢٣٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٣٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢٠٥٠
افغانيو ، عربي ٢٠٠٠ افغانيو ، ايراني په ١٦٠٠ او يوګرام روسي سره زر په  ١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته