کابل باختر دکب دمياشتې ١١ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو په بيه کې دتيرې ورځې په پرتله بدلون نه دى راغلى .
تيره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زر په ١٣٢٦ ډالره وړاندې کيده خو نن په ١٣٢٦ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو ، يوويشت عياره کويټې سره په ٢٥٥٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په ٢٥٠٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په ٢٢٠٠ افغانيو ، نولس عياره عربي سره زر په ٢١٥٠ افغانيو ، اوولس عياره ايراني سره زر په ١٨٠٠ او څوارلس عياره يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي .
1 1 دقیقه لوستل