کابل باختردثور دمياشتې ١١ :
په افغانستان کې دسره صليب نړيواله کميټه ( آى سي آر سي ) په خپلو نويو فعاليتونو کې ليکلي دي چې دافغاني سرې مياشتې له عالي ټولنې سره يو
ځاى هلې ځلي کوي چې دبيځايه شويو کسانو اړتياوې لرې کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : په هغې خبرپاڼه کې چې دآى سې آر سي له لارې
خپره شوې ده ويل شوي دي چې د ٢٠١٤ ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو
کې دافغانستان په زياترو سيمو کې امنيتي حالات بې ثباته دي په هغو ځايونو کې چې شخړه ، توقيف ، وژنې او بريدونه دوام لري دامکان ترپولې پورې هغه
ملکي وګړي چې دنورو دشخړې او يا تاوتريخوالي له خطرونو سره مخامخ دي بايد ملاتړ يې وشي او له زيانونو څخه خوندي وساتل شي .
ددې له په پام کې نيولو پرته چې هغوي بې وسلې بهرنيان دي يا بې وسلې افغانان.
دغه راز په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دوري دمياشتې د١٦نيټې انتخابات له هغه څه څخه زيات چې خلکو يې هيله لرله په سوله ييزه فضا کې ترسره شول.
هرڅوک چې په انتخابات کې بريالى شي اوياهم که چيرې انتخابات دويم پړاو ته لاړشي دملکي وګړو ملاتړبه دغه راز ارزښتناک وي .
ددغې خبرپاڼې له مخې د ٢٠١٤ ميلادي کال په لومړيو دريومياشتو کې آى سي آر سي او دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې په ګډه هلې ځلې کړې دې چې دبيځايه شويو خلکو اړتياوې لرې کړي ، له هغو کسانوسره مرسته وکړي چې په پاکو اوبو او روغتيايي مراقبتونو برلاسى نه لري ، دهغو کورنيو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي چې دشخړو له امله جلاشوې دي اوله هغو وګړنيو ټولنو سره مرسته
وکړي چې دطبيعي آفتونو له امله زيانمنې شوي دي .
10 1 دقیقه لوستل