ټولنه

دسره صليب مرستې دهلند په بي ځايه شويوکسانو وويشل شوې .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
په افغانستان کې دسره صليب  نړيواله کميټه  وايي چې دغې ادارې  له هغو کورنيو  سره خپلې مرستې پيل کړي دي چې په هملند ولايت کې دوروستيو جګړو له امله بي ځايه شوي دي .
دسره صليب  دنړيوالې کميټې ويندوى رفيع الله ستانکزي  دباختراژانس خبريال ته وويل ،دوى په څيړنې بوخت دي چې تشخيص کړي څومره  بي ځايه شوي کورنۍ شته او څومره  مرستې ته اړتيا لري .
  ده وويل په افغانستان  کې دسره صليب نړيواله کميټه خپلې مرستې هغو کسانو ته چې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري  رسوي  او دغه اداره  هلې ځلې کوي مشخصه شي چې څومره نورې مرستې ته اړتيا ده او په نږدې  راتلوونکي کې له اړو کسانو سره زياتې مرستې کيږي .
  څه دپاسه دوه اوونۍ کيږي چې په هلمند ولايت کې جګړه دوام لري او دغه جګړه دهلمند  ولايت نورو ولسواليو ته هم پراخه شوې ده .
دهلمند  مدني ټولنه وايي څه دپاسه څلور زره کورنۍ بي ځايه شوي دي اوسملاسي  مرستو ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته