کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دهېواد دعامې روغتيا وزارت نن دسرطان له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ديوې غوڼدې په جوړولو سره ونمانځله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، له سرطان سره دناروغي نړيواله ورځ کال په کال په ټوله نړۍ کې دفبروري په مياشت کې په لومړيو وختو کې دعدالت غوښتنې او دسرطان دناروغى د وقايې او درملنې او دعامه پوهاوي دکچې دلوړولو لپاره ددولتي او غير دولتي بنسټونو دملاتړ او همغږى دجلبولو په مقصد نمانځل کېږي .
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز په دې غونډه کې په افغانستان او نړۍ کې دسرطان دناروغى دپراختيا اوزياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دسرطان ناروغي له بده مرغه دنړۍ په کچه دپراختيا په حال کې ده .
دعامې روغتيا وزير وويل چې د سرطان ناروغي د زړه له ناروغيو وروسته په نړۍ کې دمړينې دويم علت ګڼل کېږي . او په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په نړۍ کې کابو اتلس مليونه تنه په دغې ناروغي اخته شوي دي چې له دې جملې څخه څه دپاسه لس مليونه تنه له منځه تللي دي .
ډاکتر فيروز په افغانستان کې د تيونو سرطان په ښځو کې ډير پراخ سرطانونه او دمعدې او د خولې دجوف سرطان په نارينه و کې خطرناکې ناروغى وبللې او ويې ويل چې په افغانستان کې په کال کې له ديرشو څخه تر څلويښتو زرو تنو پورې دسرطان په ناروغيو اخته کېږي چې کابو پنځلس زره تنه په دغو ناروغيو داخته کيدو له امله له منځه ځي ، د سرې شوې غوښې کارول ، دجسماني فعاليتونو نشتوالي ، دهواککړتيا او د ډول ډول تنباکو کارول په افغانستان کې ددغو ناروغيو له سترو علتونو څخه دي .
دغه راز په دې غونډه کې دهېواد دعامې روغتيا وزير دهېواد له سندر غاړې ارياناسعيد سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ .
ددغه تفاهم ليک پربنسټ اريانا سعيد دسرطان له ناروغى سره دمبارزې او دعامه پوهاوي دکچې دلوړولو لپاره دفعاليتونو په لاره کې دعامې روغتيا وزارت له خوا دښه نيت دسفير په توګه انتخاب شو .
له بلې خوا هم په افغانستان کې دنړۍ دروغتيايي سازمان استازي ډاکتر پپرکورن له سرطان سره دمبارزې دنړيوالې ورځې نمانځنه له دغې ناروغى سره دمبارزې په کار کې دمسوولو بنسټونو دژمنې دنوي کولو په باب يو ښه فرصت وباله او څرګنده يې کړه چې دنړۍ روغتيايي سازمان ژمن دى چې په دې باب دافغانستان دروغتيا له برخې سره همکاري وکړي .
په همدې حال کې سندر غاړې او دسرطان له ناروغى سره دمبارزې دښه نيت سفير دسرطان دناروغى له امله دميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو دمړينې دکچې دکمښت په اړوند دعامې روغتيا وزارت هلې ځلې وستايلې او ويې ويل چې دسرطان ناروغي دډيرو وژونکو غير ساري ناروغيو له جملې څخه ده زه به هڅه وکړم چې په دې لاره کې هلې ځلې وکړم او ددغې ناروغى دخپريدو دڅرنګوالي په اړوند دخلکو دپوهاوي کچه لوړه کړم .
ديادونې وړ ده چې دعامې روغتيا وزارت دسرطان دناروغى دتشخيص او درملنې دزمينې دبرابرولو په مقصد تراوسه پورې دسرطان دناروغى دتشخيص او درملنې درې مرکزونه په هېواد کې جوړ کړي دي .
ختم- ف _ اکرم