روغتیا

دسردارمحمد داوودخان په روغتون بريد کوونکي يرغلګر ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
دسردارمحمدداوودخان په روغتون  کې له ډاراچوونکو سره دامنيتي ځواکونو جګړه ديرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.
يوامنيتي خبرځاى وايي چې امنيتي ځواکونو څوشيبې مخکې دسردارمحمد داوود خان په روغتون  د تروريستي بريد ماجرا پاى ته ورسوله.
دغه خبرځاى وايي  هغه ټول يرغلګر چې په دغه بريد کې لاس درلود وژل شوي دي.
په دې پيښه کې يوشميرهېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
يوشمير خبرځايونو دپنځلسو تنو دوژل کيدو او د٧٠ تنو نورو دټپي کيدو خبره کړې ده .
اوس  امنيتي ځواکونه دروغتون په پلټنه اوساتنه بوخت دي او تراوسه پورې دغه روغتون ته  غځيدلې لارې  تړلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته