کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دجنوب زون دشپږو ولايتونو واليانو ، عالمانو او مشرانو نن په هغې غونډه کې چې دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره دملاتړ اودسولې په بهير کې دمشرانو دونډې اخستنې په موخه جوړه شوې وه ، ګډون وکړ .
دغه غونډه دسرحدونواو قبايلو دچارو وزارت په اهتمام دخوست ،لوګر ، پکتيا ، پکتيکا ، ميدان وردګو اوغزني دواليانو، عالمانو اومشرانو په شتون جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، برخه والو دخلکو دسراو مالدساتنې په کار کې دهېواد له امنيتي اودفاعي ځواکونو سره خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ .
ددغې غونډې په پيل کې دسرحدونو اوقبايلو دچارووزير محمد شفيق ګل اغا شيرزي دخلکو له دښمنانو سره په مبارزه کې دهېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونو درول په باب خبرې وکړې او ويې ويل څه دپاسه څلويښت کاله کېږي چې په هېواد کې جګړه روانه ده
دغه موضوع په وضاحت سره جوتوي چې دافغانستان دشخړې حل دجګړې له لارې ناشونى دى
په همدې دليل له طالبانو څخه غوښتنه کوم چې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره چې دملت غوښتنه ده يوځاى شي اودوژنې او ورانکارى پرځاى دې دافغانستان په بيا جوړولو کې ونډه واخلي .
هغه وويل چې دهېواد دنورو ولايتونو له مشرانو ، عالمانو او واليانو سره هم دغه شان غونډې جوړېږي .
دغه راز په دې غونډه کې دپکتيکا ، پکتيا ، خوست ، غزني ، ميدان وردګو اودلوګر دولايتونو واليانو اومرستيالانو هريوه دموضوع په باب خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دافغانستان دشخړې په حل کولو کې دې دمشرانواوعالمانورول ته پاملرنه وکړي .
ختم- عطاالله _ اکرم
3 1 دقیقه لوستل