دستندرد نړيواله ورځ ونمانځل شوه
کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣ :
دستندرد نړيواله ورځ نن دنورم اوستندرد دخپلواکې اداري له خوا په کابل کې ونمانځل شوه.
دباخترا ژانس دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې له همدي امله جوړه شوې وه لومړۍ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي پيغام دجمهوري رياست دسلاکار وزير منشي عبدالمجيدله خوا ولوستل شول چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
سږکال دستندرد نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځو چې زموږ توليدي برخه په کافي اندازه له بهرنيو محصولاتودسيالۍ ظرفيت نه لري زموږ محصولاتو ته خو سيمه ييزو اونړيوالو بازارونو ته دايمي برلاسي ناشونې دي اوآن کورنۍ مستهلکېن هم دافغاني محصولاتو اوخدمتونو دکېفيت او مصوونيت له پلوه ډاډمن نه دي له دې امله دحکومتي ادارو ، خصوصي سکتور ، علمي اواکاډميکې مراجعو اودتخصصي مرکزونو په ګډون دستندرد جوړولو دبرخې ټولو فعالينو ته لازمه ده چې لاسونه يو بل ته ورکړي او دستندرد له ملي اداري سره په نږدي همکاري کې دي دستندردونو په تدوين اوتطبيق کې خپل رسالت ادا کړي .
وروسته دستندرد دملي اداري لوي رييس پوپلزي پوپل دموضوع په باب خبري وکړي او ويي ويل په ٢٠١٢ کال کې دستندرد نړيواله ورځ دکمو ضايعاتو، ښو نتيجو ، ستندردونه اغيزمنتوب زياتوي ترشعار لاندې نمانځل کېږي .
ده دستندرد دملي نړيوالې اداري دبرياليتوبونو په باب مفصل معلومات وړاندې کړل اوله دې جملې څخه يې دستندرد دعالي شورا دجوړولو ، ديوسلو پنځوسو ملي ستندردونو دتصويب ، ددريو ملي ساختماني کودونو دتصويب ، په مرکز کې دلابراتوارونو داداري ودانيو او کمپلکس دجوړولو دکار دپيل ، دسلګونو لګښتي نورمونو دتثبيت ، دستندرد له سيمه ييزو اونړيوالو سازمانونوسره داړيکودپراختيا ، په بيلابيلوساحو کې دلابراتوارونو دتدارک اودروزنيزو پروګرامونو او کنفرانسونو د جوړولو يادونه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې دسوداګرۍ اوصنايو وزارت معين انجينر متصل کومکې دسوداګرۍ دستندرد درول په باب دنورم او ستندرد دخپلواکې اداري تخنيکې مرستيال پوهنيار ډاکترمجيب الرحمن خطير، دکېفيت دبنسټوالې په باب اودسوداګرۍ اوصنايعو دخونو دعامل هيئت رييس محمدقربان حقجو دخصوصي سکتور اوستندرد جوړولو دونډي په باب اوږدي خبري وکړي.
دغونډي په پاى کې هغه ستاين ليکونه چې له همدي امله برابرشوي و دنورم او ستندرد دخپلواکې اداري درييس پوپلزي پوپل ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي اودسلاکار وزير منشي عبدالمجيد له خوا ددغي اداري په کارکوونکو وويشل شول.