سیاست

دسترې محکمې منسوبينو په ارګو کې له مصيبت ځپلو کسانو سره ديو ورځني معاش مرسته وکړه .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ  غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ . 
عالي شورا لومړي دبدخشان ولايت  دارګو په ولسوالۍ کې دځمکې ښوييدنې ددردونکي او زړه بوږ نوونکي پيښې په نسبت  چې له امله يې ددغې ولسوالۍ  داب باريک دکلي څه دپاسه دوه زره تنه اوسيدونکي ووژل شول او دسيمې يو زيات  اوسيدونکي بي کوره شول دژورې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او دلوى خداى ( ج )  له دربار  څخه هيله وشوه چې ددغې زړه بوږ نوونکي طبيعي پيښې قربانيانو ته فردوس  جنت او دهغوى کورنيو اوپاتې کسانو ته جميل صبر او زغم ور په برخه کړي .
عالي شورا دغه راز ددغې پيښې  له مصيبت ځپلو کسانو سره دمرستې اوملاتړ په کار کې  دوندې اخستنې په خاطر تصويب کړه چې دسترې محکمې دعالي شورادغړو ، د ادارو درييسانو ، قضايي مستشارانو او دټولو قاضيانو  يو ورځنۍ معاش په همدې مقصد بيل کړي شي او دشفاف جوړښت  له مخې دې په مستحقو کسانو يې وويشل شي .
دغه راز ددغې پيښې دقربانيانو پاک روح ته ددعا دکولو په خاطر داداري اوقضايي  منسوبينو په ګډون دسترې محکمې په جامع جومات کې دقران عظيم الشان دختم مراسم پرځاى شول او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هيله وشوه چې قربانيانو ته فردوس  جنت او کورنيو او پاتې کسانو ته يې جميل صبر او زغم ور په برخه کړي .
عالي شورا وروسته دسترې محکمې  دعالي شورا دغړي او دعامه امنيت  دديوان درييس ډاکتر عبدالملک کاموي دسفر رپوټ چې دپاکستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې په رسمي بلنه په نړيوال قضايي کنفرانس کې دګډون په مقصد اسلام اباد ته تللى  و  او دمحکمو داداري نظام دبهير ، دبشر دحقوقو په رعايتولو کې دقضاييه قوې درول ،په عدالت دلاسبري او دزغم مننې د فرهنګ په جوړولو او پرمختګ کې دقضا دوندې  په باب خبرو  کې برخه اخستې ده او دافغانستان داسلامي جمهوريت دقضاييه قوې  دنظر ټکي يې په دې کنفرانس کې بيان کړي دي مثبت وبلل  او هم دپاکستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې له رييس تصدق حسين  سره  دده کتنه چې په متقابلو  قضايي همکاريو متمرکز وه او ددوه اړخيز قضايي تفاهم ليک دلاسليک کولو په خاطر يې اسانتياوې برابرې کړي دي ګټوره او اغيزمنه وبلله .
وروسته له اجندا سره سم ځينې رسيدلي استهداګانې وڅيړل شوې  او ذواليدي شهود او دحصروراثت  داقامه کولو دشرايطو په برخه کې دغزني ولايت داستيناف محکمې درياست استهدايې ته په پاملرنې سره  لارښوونه وشوه  چې په دې برخ کې دمدني محاکماتو داصولو قانون پوره صراحت لري له هغه سره سم دې اجراات وشي . 
په همدې ترتيب داړوندو پروژو دقرارداد دلاسليک  له امله درامنځته شوي ستونزې په باب داقتصاد وزارت داستهدايې په وړاندې څرګنده شوه .
څرنګه چې طرحه شوي ستونزه دحکومت داجرااتو په ساحه کې ده له دې امله ښه به وي دموضوع دحل لارې  دموندلو په لاره کې دوزيرانوشورا په يوه غونډه کې طرحه شي .
سربيره پردې دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې دبيا کتنې دڅلورو غوښتن ليکونو او په جزايي اومدني موضوعګانو  کې دمحکمې دبدلون  ددوه څلويښتو  مواردو غوښتن ليکونو په باب هم غور او څيړنه وشوه او په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې دسترې محکمې دقضايي کنترول او څارنې دادارې مسنوبينو دروان کال دثور دمياشتې په ديارلسمه نيټه يو شخص دالقابو دانتحال او تير ايستنې په مظنونيت دکابل ښار دپنځمې ناحيې په ساحه کې نيولى دى او پيښه څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته