سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دپوهاند عبدالسلام عظيمى په مشرۍ غونډه وکړه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان د اسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمى په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ، عالي شورا لومړي د١٣٩٣ هه لمريز کال په مناسبت د ډيروښو مبارکيو او هيلو مراتب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي، دجمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو ،جهادي مشرانو،لوى څارنوال،دکابينې غړو، په ولسي جرګه کې دخلکو وکيلانو او دافغانستان ټول پتمن او مسلمان ملت ته وړاندې کړل او دلوى خداى (ج) له دربار څخه هيله وکړه چې نوى کال زموږ ګران هيواد او خلکو ته دسوکالۍ ،سولې،امنيت او دبرياليتوب کال وګرځوي..
ورپسې دهرات ولايت دکروخ ولسوالۍ دابتداييه محکمې دقاضي عبدالطيف دترور پيښه چې په دې وروستيو وختو کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دندې ته ديون په وخت کې شهيد کړى شو په کلکه وغندله او د اروښاد پاک روح ته يې د دعا دکولو په ترڅ کې د ده کورنۍ او پاتې کسانو ته جميل صبر هيله وکړه او له امنيتي مقاماتو څخه يې په کلکه وغوښتل چې ددغه ترورستي عمل عاملين وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري.
وروسته ديوشمير رسيدلو استحهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه او د جارحه او مخابراتي وسايلو او دهغو نشه يي توکو دقانوني دريځ او برخليک دټاکنې په باب چې دپلټنې او لټونې په نتيجه کې دبنديانو په خونو کې ترلاسه شوي دي دجيلونو او توقيف خونو دلوى رياست د استحهدايې په وړاندې لارښوونه وشوه.چې جارحه وسايل دمصادرې او نشه يي توکي دله منځه وړلو وړ دي ، موضوع دې دڅارنوالۍ له لارې واکمنې محکمې ته پيشنهاد او دهغو دمصادرې او له منځه وړلو قراردې وغوښتل شي خو دجيل اداره دې ترلاسه شوي مخابراتي وسايل په هغه صورت کې چې جرمي وسيله نه وي دبنديانو پايوازته وسپارى او له دې پرته دې له ځان سره وساتي او دبنديانو د خوشې کولو په وخت کې دې هغو ته وسپاري دغه راز بهرني تبعه ته دميراث له لارې دغيرمنقولو مالونو دليږدونې دڅرنګوالي په باب دبهرنيو چارو وزارت دقونسلي رياست دحقوقي دسک داستحهدايې په باب ، د اساسي قانون د دريمې مادې په رڼا کې څرګنده شوه، په هغه صورت کې چې ميړه او ميرمن دواړه مسلمان وي ، داسلامي شريعت له حکمونو سره سم ديوبل له ميراث څخه په استفاده کې کوم شرعي خنډ نشته.
په همدې ترتيب د اړوندو قضيو د توقيفي تمديد په برخه کې دلويي څارنوالۍ د رياست داستحهدايي په پام کې نيولو سره څرګنده شوه چې دسترې محکمې دعالي شورا د ١٣٨٩ کال دوري دمياشتې د ٣١ نيټې ١٢٨ ګڼه مصوبه عام اړخ لري ښکتنۍ محکمې دې خپل اجراآت له هغې سره سم اعيار کړي.
دغه راز ديوې تجارتي دعوا په اړوند چې په دوو محکمو کې  څيړل شوې ده دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست داستحهدايي په باب دې ته په پاملرنې سره چې په دوو محکمو کې ديوې قضيې دوران دمدعي حق اخلالوي.لارښوونه وشوه چې مدعي کولاى شي دبغلان ولايت داستيناف محکمې له خوا صادر شوي قضايي قرار پرخلاف دتميز غوښتنه وکړي او ستونزه حل کړي.
دغه راز دننګرهار او غزني دولايتونو داستيناف له محکمو څخه رسيدلې استحهداګانې او دقاضيانو ديوې ذاتي مسلې په باب يوه استحهدا هم وڅيړل شوې او دهغو په باره کې لازمې لارښوونې وشوې.
سربيره پردې دسترې محکمې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې دبيا کتنې اووه موارده غوښتنليکونه او په مدني او جزايي قضيو کې دمحکمې دبدلون شل غوښتنليکو هم په اجندا کې شامل وو چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته