سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دقضاوتپوه عبدالرشيد راشد په مشرۍ غونډه وکړه .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له  غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې دسرپرست قضاوتپوه عبدالرشيد راشد  په مشرۍ غونډه وکړه اوپه اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، شورا  لومړۍ ددعواو دخاوندانودحقوقو داحقاق په لاره کې له انحراف پرته دنافذو قوانينو په رعايتولو باندې ټينګار وکړ او دغه اصل ته په پاملرنې سره چې عدلي او قضايي ارګانونه له يوبل سره دپيوند خوړلي ځنځير په توګه عمل کوي ، څرګنده کړه چې داستيناف محکمو رييسان دې دعدلي ، قضايي او امنيتي بنسټونو او دنورو اړوندو ادارو دهمغږۍ غونډې ارزښتناکې  وبولي دغو غونډو ته دې په منظمه توګه بلنه ورکړي  او دقانونيت دټينګښت او دقضايي عدالت دتامينولو په مقصد چې  دټولنې دسوکالۍ او امنيت ضمانت کوي ددغو بنسټونو دلارې پرسر دپرتو خنډونو او چلنجونو په حل کولو کې جدي اقدامات وکړي .
  وروسته له اجندا سره سم دځينو رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو او په جرم پورې داړوندو شيانو دمصادرې په باب دماليې وزارت داستهدايې په وړاندې څرګنده شوه چې دمصادرې جزا دمحکوم عليه دمنقولو او غير منقولو مالونو جبري او وړيا اخستل دي چې دقانون له حکمونو سره سم او دواکمنې محکمې دوروستۍ او قطعي پريکړې له صادريدو وروسته مالکيت يې په دولت پورې اړه پيداکوي له دې امله دغه شان حکم دپوليسو او دڅارنوالۍ دادارو له خوا د تعميل وړ دى او دماليې  وزارت  هم ددولت داملاکو  په جمله کې دهغه په ثبتولو مکلف دى .
دغه راز دوسلو دغير قانوني اکتساب دجرم د څيړنې دمرجع دتشخيص  په باب دننګرهار  ولايت  دنظامي محکمې درياست استهدايې  ته په پاملرنې سره چې دسترې محکمې دعالي شورا د ١٣٩٣ کال دزمري دمياشتې د يوولسمې  نيټې د ٧٧٨ ګڼه مصوبې په رعايتولو سره  دوسلو دغير قانوني اکتساب  جرم چې اختلاس پکې  طرحه نه وي دعادي  جرمونوله جملې څخه بلل کيږي او څيړنه يې دنظامي محکمو له صلاحيتونو څخه ده او داختلاس  دجرم څيړنه دپخوا په شان داداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونو دمحکمو له صلاحيتونو څخه دي .
په همدې ترتيب دهغو قبالو دمثنى داجرا کولو دڅرنګوالي په باب چې محفوظ ثبت يې  مشبوه  بريښي  دفراه داستيناف محکمې درياست داستهدايې په وړاندې لارښوونه وشوه چې له مندرجاتو سره يې دوثيقې تطبيق ، دمحفوظ  ثبت دلرلو څرنګوالى او دهغو دمشبوهيت  څيړنه ، دوثيقو  دليکنې له تعليمات نامې سره سم داړوندو محکمو له دندو څخه دى چې بايد په دې برخه کې لازم قانوني اجراات وکړي .
دغه راز دغيابي محاکمې دطرز العمل  په برخه کې دکابل او کاپيسا دولايتونو دمحکمو درياستونو داستهدايو په باب  دجزايي اجرااتو دنوي قانون دمادوله حکم سره سم  لازمه لارښوونه وشوه .
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې دبيا کتنې داتو مواردو غوښتن  ليکونو او په مدني اوجزايي قضيو کې دمحکمې دبدلون داوولسو غوښتن ليکونو څيړنه هم  داجندا يوه برخه وه چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دسترې محکمې سرپرست قضاوتپوه عبدالرشيد راشد نن له غرمې وروسته دخپل کار په دفتر کې دقانون دواکمنۍ دبرخې له رييس او په کابل کې ديوناما  دسکرتر جنرال له ځانګړي استازي ښاغلي مايکل هارتمن سره وکتل .
دملګروملتو دسازمان دمعاونيت  هيئت  په دې کتنه کې لومړۍ دسترې محکمې ددارالانشا دپخواني رييس ارواښاد رووفي  دشهادت دپيښې  په نسبت دخپلې ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل او وروسته يې ددوه اړخيزو حقوقي او قضايي  همکاريو په باب خبرې وکړې او هغه اړونده پروګرامونه يې  چې  په همدې لاره کې يې برابر کړي و دسترې محکمې له سرپرست سره طرحه کړل او څرګنده يې کړه چې په کابل کې دملګروملتو دسازمان دمعاونيت دفتر په تيره بيا دهغه قانون دواکمنۍ برخه دپخوا په شان دقضايه قوې دمادي او تخنيکي اړتياو په لرې کولو کې دوندې اخستنې او دقانون دواکمنۍ په تګلوري  کې په همکارۍ  ژمنه ده .
په مقابل کې دسترې محکمې سرپرست له قضايه قوې سره په کابل کې دملګروملتو دسازمان دمعاونيت ددفتر دهمکارۍ پروګرامونه  مثبت وبلل او دلازم  تفاهم اوهمغږۍ په چوکاټ کې يې ددغو همکاريو دلازيات دوام غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته