سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دبيا کتنې دڅلورو مواردو غوښتن ليکونواودمحکمې دبدلون داوولسو مواردو غوښتن ليکونو پهباب تصميم ونيوه.

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن  دسترې محکمې  دسرپرست قضاوت پوه عبدالرشيد  راشد په مشرۍ غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ شورا لومړى  په ننګرهار ولايت کې د تيرې اوونۍ تروريستي پيښې  چې له امله يې  دلغمان  داستيناف  محکمې دمدني ديوان رييس محمودالحسن  او دننګرهار ولايت داداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونو دابتدائيه محکمې رييس عبدالمتين  شهيدان شول په کلکه وغندلې ، دارواښادو پاک روح ته دعا  دکولو او ددوى کورنيو او پاتې کسانو ته  د ډاډ ګيرنې  دمراتبو  دڅرګندولو په ترڅ کې  دهيواد  له امنيتي  بنسټونو څخه په کلکه  وغوښتل  چې دمحکمو  او د قاضيانو  دامنيت  دتامينولو په  لاره کې  خپلې قانوني  دندې په مسوولانه  اوجدي  ډول ترسره  کړي او په لازمې همغږۍ  اودزياتوامنيتي  تدبيرونو  په نيولو سره دې هيوادوالو ته دامن او امنيت  فضا تامين کړي .
وروسته له اجندا سره سم د ځينو رسيدلو استهداګانو په باب  غور او څيړنه وشوه اودهغو  ليږدونکو وسايطو دبرخليک په باب  چې چلوونکې يې له ترافيکي پيښو  وروسته له ساحې  څخه تښتيدلي  دي او وسايط يې  درول شوي دي.
دبغلان ولايت دترافيکو  دلوى مديريت له استهدايې  څخه  ددغه ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدايې  په وړاندې لارښوونه وشوه  چې په دې باب چې مستهدي مرجع کولاى  شي  په موضوع پورې اړوند  دنافذوجزايي  قوانينو له حکمونو  سره سم لازم اجراات  وکړي  تدقيقي نظردې  مرجع ته يې اخبار شي .
دغه راز په دې باب  چې دکورنيو دقضيو ځينې لورې دتابعيت  تذکره نه لري  دهرات ولايت داستيناف  محکمې درياست  داستهدايې  په باب  څرګنده شوه چې دوثيقو  دليکنې تعليمات نامه او دسترې محکمې  دعالي شورا  د ١٣٩٣ کال دوږي دمياشتې دپنځه ويشتمې نيټې ٧٥٢ ګڼه مصوبه  دې  په لمبر کې  وليکل شي او ددعوا  دلورو دتذکرې مشخصات  دې دمحکمو په ټولو وثيقو او پريکړو کې حتمي وبلل شي دغه ستونزه دې له ممکنو قانوني  وسايلو څخه په استفادې  سره حل شي .
په همدې  ترتيب  دغير منقول ملکيت دموضوع په باب دملکي هوايي  چلنددخپلواکې ادارې  ددويم واحد  او دسرې مياشتې  دادارې ترمنځ دشخړې  دشتون په باب  ددغې خپلواکې ادارې درسمي ليک په وړاندې لارښوونه وشوه چې ددغې شخړې څيړنه  له قانون  سره سم ددولت دقضاياو  دادارې صلاحيت دى  ښه به وي چې له دغې لارې  تعقيب شي .
دغه راز دشخصي او دولتي املاکو په تصفيې  پورې داړوندې ستونزې دحل کولو او ددغه شان مليکتونو دوثيقو  داجراکولو  دڅرنګوالي  په برخه کې  دهرات ولايت  داستيناف محکمې درياست داستهدايې په وړاندې څرګنده شوه چې اړونده محکمه دې دسترې محکمې  دلايحو ، مقررو ، قوانينو او دمتحد المالونو په رڼا کې اجراات وکړي .
دغه راز له هيوادڅخه په بهرکې  ديوتن افغان محصل دوکالت دستونزې دحل کولو په برخه کې دباميانو داستيناف  محکمې درياست داستهدايې په وړاندې څرګنده شوه چې دى کولاى شي  چې  په دغه هيواد کې دافغانستان په استازيتوب مراجعه وکړي  او رسمي وثيقه  او وکالت خط دې ترلاسه  او وليږي .
سربيره  پردې دعالي شورا په غونډه کې  دبياکتنې دڅلورو مواردو غوښتن ليکونو او په جزايي  او مدني قضيو کې دمحکمې دبدلون داوولسو  مواردو غوښتن ليکونو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته