سیاست

دسترې محکمې دعالي شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
دسترې محکمې دعالي شورا په فوق العاده غونډه کې چې نن له غرمې مخکې دسترې محکمې درييس قانونپوه  سيد يوسف حليم په مشرۍ جوړه شوه دقضايه قوې  دتشکيل او صلاحيت دقانون نوې طرحه تصويب شوه .
  دسترې محکمې دخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ. دافغانستان داسلامي جمهوريت سترې محکمې دقضايه قوې دجوړښت داصلاحاتو او بيا څيړنې دبهير په پيلولو سره دنويو جوړښتونو دتنظيم او دقضايي صلاحيتونو  دحدودو دتشخيص او ټاکلو هدفونو ته درسيدو په لاره کې دقضايه قوې دتشکيل او صلاحيت د نافذ قانون ځواب ورکوونکى ونه باله او په ١٣٩٥ کال کې د قضايه قوې دريفورمي تشکيل دمنظورۍ  په وخت کې  ، ځينې مادې يې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له فرمان سره سم وځنډولې شوې .
  وروسته دقضايه  قوې دتقنيني اړتياوو دبنسټيز حل په موخه، شپږ مياشتې مخکې دقضايه قوې دتشکيل او صلاحيت د قانون دنوې طرحې دتدوين په خاطر  مقدماتي کار په لومړيتوب کې ونيول شو اوله لازمو تدقيقي اومسلکي مطالعاتو او  دولايتونو داستيناف محکمو ، قضايي مستشارانو  او د مخورو کسانو دنظريو دله ترلاسه کولو وروسته ، موضوع دنافذ قانون  دحکمونو په رڼا کې دسترې محکمې دعالي شورا دځينو غړو په ګډون ديوې کميټې له خوا تر زيات غور لاندې ونيول شول او په نتيجه کې  داوسنيو غوښتنو او اړتياوو متناسبه او هراړخيزه طرحه وړاندې شوه چې وروسته دسترې محکمې دعالي شورا په يولړ فوق العاده غونډو کې خبرې پرې وشوې او په پاى کې له لازمو اصلاحاتو او تعديلونو وروسته په نننۍ فوق العاده غونډه کې په ٧ فصلونو او ٨٩ مادوکې تصويب شوه .
ديادونې  وړ ده چې دځينو شکلي او غيرضروري او تکراري حکمونو شتون دنافذ قانون دتورم سبب شوى و چې دقضايه  قوې دتشکيل اوصلاحيت دقانون اوسنۍ طرحه دغه ستونزې نه لري او دتشکيلاتي نظام معرف ، دسترې محکمې  او تر اغيزې  لاندې  محکمو دقانوني  حدودو او صلاحيتونو څرګندوى او دافغانستان داساسي قانون له  حکمونو سره سم دقضايي او اداري چارو منسجم کوونکيې ده .
عالي شورا دقضايه قوې  دادارې عمومي امريت ته دنده وسپارله چې د قانون جوړولو دمراجعو له لارې دې ددغې طرحې دپړاونو په بشپړولو اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته