دسترې محکمې خبرتيا
کابل باختر د لړم دريمه :
دسترې محکمې خبرتيا
دپوهنتونونو دشرعياتو او دحقوقو دپوهنځيو او دديني مدرسو هغو فارغانو ته چې پخوايې دقضايي ستاژ د ديرشمې دورې دکانکور په ازموينه کې نومونه ليکلي دي خبر ورکول کيږي چې دکانکور دازموينه دروان کال دلړم دمياشتې په ٢٢ نيته دپنجشنبې په ورځ دسهار په نهو بجو دکابل پولي تخنيک دپوهنتون په انګړ کې دلويې جرګې په خيمه کې اخستل کيږي .
غوښتوونکي دى دشموليت دکارت له ترلاسه کولو وروسته دټاکلى پروګرام له مخې په ټاکلى نيټه د دازموينې ځاى ته حاضر شي او له ځان سره پنسل ، پنسل پاک او تور خودکار قلم ولري او دموبايل اوبل هر راز الکترونيکي وسايلو له راوړلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي .
دکانکور دازموينې دشموليت دکارتونو ويشل له پخوا څخه دټاکل شوي پروګرام له مخې په پولي تخنيک کې دقضايي تعليماتو درياست په مقر کې په دې ډول ترسره کيږي .
١_ دشرعياتو دپوهنځيو فارغان له لومړى ګڼې څخه تر ٨٨٦ پورې د ١٣٩٣ کال دلړم دمياشتې په لسمه دشنبې په ورځ .
٢_ دشرعياتو دپوهنځيو فارغان له ٨٨٧ ګڼې څخه تر ١٧٧٣ پورې د ١٣٩٣ کال د لړم په يوولسمه نيټه ديکشنبې په ورځ
٣_ د پوهنتونونو دحقوقو د پوهنځيو او دديني مدرسو فارغان دى د ١٣٩٣ کال دلړم دمياشتې په ١٣ نيټه دسه شنبې په ورح .