کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دپروان ولايت دسالنګ ولسوالۍ په يوه تاغمه سنګ کې ديوه پله دجوړولو کار نن دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزير له خوا پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوى و دپروان والي عبدالبصير سالنګي دسالنګ ولسوال اوګڼ شمير مخورو برخه اخستې وه
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير انجنير ويس احمد برمک ددغې پروژې دپرانستلو په وخت کې وويل دغه پل ديو ويشتو مترو په اوږدوالي دڅه دپاسه يوسلو پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددغه وزارت د سيمه ئيزې پرمختيا دملي پروګرام له لارې جوړيږي .
ده زياته کړه له دغه پله څخه په ګټې اخستنې سره ددغې سيمې داوسيدونکو او اړو کسانو دتګ راتګ ستونزې لرې کيږي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير له فرصت څخه په استفادې سره ددغه وزارت کاري پروګرامونه بيان کړل اوزياته يې کړه . دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دهيواد دکليو دپرمختيا په لاره کې په بيلابيلو برخو کې پنځه پنځوس پروګرامونه ديو څلويښتو مليونو څلور اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت په پروان ولايت کې تطبيق اوګټې اخستنې ته سپارلي دي
ده دغه راز زياته کړه چې دسيمه ئيز ې پرمختيا دملي پروګرام له خوا دڅه دپاسه نهه سوه څلور نوي زرو ډالرو په لګښت په بيلابيلو برخو کې دنهو پروژو دتطبيق کار ترلاس لاندې دى او ددغو پروګرامونو په تطبيق سره څه دپاسه نوي زرو تنو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل