ټولنه

دسالنګ لويه لاره وتړل شوه

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
دسالنګ لويه لاره دترافيکو پرمخ  وتړل شوه .
دسالنګونو دساتنې او څارنې مسوول جنرال رجب دباخترآژانس خبريال ته وويل :
نن سهار  د واورې ښوئيدنې  له امله درې سوه  متره  لاره  تر واورې  لاندې  وپوښل شوه  چې  اوس دغه لويه لاره  دترافيکو پرمخ تړلې ده.
ده زياته کړه : د واورې اورښت د تونل دواړو خواو کې دوام لري  او په شمالي سالنګ کې ٧٥ سانتي متره  او په جنوبي سالنګ کې  ١٢٠ سانتي متره واروه شوې ده او دغه راز په شمالي سالنګ کې سخت  توپان چليږي.
جنرال رجب وويل :  چې  دسالنګ د لويې لارې دپرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري  خو په سيمه کې لا تراوسه پورې  د نورې واورې ښوئيدنې احتمال  شته   چې  داحتياط درعايتولو په خاطر  به دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ  تړلې وي .
د واورې  ښوئيدنې  د خطر په لري کيدو سره به  وسايطو ته  په دغې لويې لارې دتګ راتګ اجازه ورکړاي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته