دسالنګ لويه لاره دټيلري وسايطو پرمخ پرانستل شوه.
کابل – باختر دسلواغې څلورمه :
دسالنګ لويه لاره سر له نن دسلواغې دمياشتې له څلورمې نيټې څخه دلسو روځو لپاره دټيلري وسايطو پرمخ پرانستې ده او ددغو وسايطو خاوندان کولي شي له دغې مودې څخه دخپلو وسايطو دليږدونې لپاره استفاده وکړي .
دفوايد عامې وزارت معين انجينير احمد شاه وحيد دباختر آژانس خبريال ته وويل : دواورې دپرله پسې اورښت او دګنګل له امله له څو روځو را په دې خوا ټيلري وسايطو ته په سالنګونو کې دتګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
ده زياته کړه دهغه تفاهم له مخې چې دآيساف د قوتونو له ترانسپورتي او اکمالاتي برخو سره شوي دي دغه لويه لاره دلسو ورحو لپاره دټيلرى وسايطو پرمخ پانستي ده.
او څه دپاسه سل درانده ټيلري وسايط چې د حيرتانو په بندر او دکندز او سمنګانو په ولايتونو کې څه موده مخکې بار شوي دي او ولاړ دي کولي شي له دغه فرصت څخه استفاده وکړي او په دې لويه لاره کې تګ راتګ وکړي.
ده وويل : دغه تصميم دهغو ستونزو دلرې کولو په خاطر چې له دې پلوه موټر چلوونکو او دمالونو خاوندانو ته رامنځته شوي دي ،نيول شوې ده او دسلواغي دمياشتې له څلورمې نيټې څخه دلسو ورځو لپاره ټيلري وسايطو يوازې له شمال څخه دجنوب يعنې دکابل په لور سفر کولي شي.
دفوايد عامې وزارت معين دغه راز زياته کړه چې دغه وسايط دوروستۍ ځل لپاره کولي شي په ټاکلې موده کې له شمال څخه دجنوب په لور سفر وکړي .
دټاکلې مودې له تيريدو وروسته دژمې تر پايه پورې په هيڅ صورت په دې لاه کې تګ راتګ نه شي کولي.