دزهرجنو الکولي مشروباتو دڅښاک له امله درې ويشت تنه پاکستانيان ووژل شول

کراچي  باختر د تلې اوولسمه :
دخطرناکو زهري موادو  لرونکو الکولي مشروباتو  دڅښاک له امله  دپاکستان په کراچۍ ښار کې څه ناڅه درې ويشت تنه ووژل شول او دوه ويشت تنه نور ددغه ښار  په روغتونونوکې بستر شول .
  باختراژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ ، يو شمير ځوانان  دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې  د سخت مسموميت په دليل  ددغه ښار روغتونونو ته وليږدول شول او معلومه شوه  چې ددغو کسانو  دمسموميت دليل د ميتانول او دنورو خطرناکو موادو  لرونکو  الکولي مشروباتو کارول دي .
  دکراچۍ دطبي سرچينو  دڅرګندونوله مخې ، ديوشمير مسموم شويو کسانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى . او ددوى ځکر او سترګو ته  به سخت زيان واوړي .
دکراچۍ دپوليسو  دڅرګندونو له مخې ،  دالکولي مشروباتو  کارول چې ددغو کسانو دمسموميت  سبب شوى دى  په کورونوکې  توليد شويو او يوشمير استفاده غوښتوونکو کسانو له ډيرو خطرناکو توکو او ترکيباتو څخه  په استفادې سره دغه الکولي مشروبات  ځوانانو او دکمو عوايدو لرونکو کسانو ته وړاندې کړي و .
  پوليسو تراوسه پورې څو تنه مشکوک کسان نيولي دي  او ويلي يې دي چې  ددغې پيښې  قربانيان  ټول مسلمانان و .
  څو ورځې مخکې هم شل تنه  دپاکستان  په حيدر اباد ښار کې  د خطرناکو موادو لرونکو الکولي مشروباتو  دکارولو له امله دمسموميت په دليل  وژل شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته