دزعفرانو کرکيله زياته شوې ده
کابل باخترد ثور دمياشتې ٦ :
دکرنې او اوبولګولو وزارت مقامات وايي چې په هيواد کې دزعفرانو کرکيله زياته شوې او صادرات يې هم بهرته زيات شوى دى.
د کرنې او اوبولګولو وزارت ويندوى مجيدالله قرار باختراژانس ته وويل، په تيرلمريزکال کې په هيواد کې درې زره کيلوګرامه زغفران توليد شول چې دتيرو کلونو په پرتله ښه زياتوالي ښيي، دهيواد شمال لويديځ سيمې دزعفرانو دکرکيلي لپاره ښې سيمې دي .
دکرنې اواوبولګولو وزارت دويندوى دڅرگندونوله مخې، مقامات په دې لټه کې دي چې له هيواد څخه بهرته دصادراتو زمينه زياته کړي او اوس چين ،. ايتاليا ، استراليا اوکاناډا هغه هيوادونه دي چې دافغانستان زعفران ورته صادريږي دمحصولاتو په زياتوالي سره دافغانستان دزعفرانو دپلورنې لپاره به نور بازارونه پيدا شي .
قرار وايي دوى دافغانستان دزعفرانو دبازارموندلو لپاره يوولس نندارتونونه جوړ کړي دي او دغه راز دوه زره تنه بزګران د زعفرانو دنوى کرکيلي اوښه ګټې اخيستنې په برخو کې روزل شوي دي ا ودزعفرانو دتوليداتو دزياتوالي لپاره نور پروګرامونه هم په پام کې نيول شوي دي .
دکرنې وزارت ويندوى په داسې حال چې دزعفرانو دکرکيلي دتوليداتو دزياتوالي يادونه کوي وايي هلې ځلې کيږي چې زعفران په افغانستان کې دکوکنارو پرځاى دبديل کښت ځاى ونيسي چې ددغه هيواد ځينې سيمې دزعفرانو دکرکيلي لپاره مساعدې دي.
دکرنې اواوبولګولو وزارت د زراعتي تعليماتو امر سيدنبي شينواري وايي چې افغانستان دزعفرانو دکرکيلي لپاره مساعد دى . ده دباختر اژانس خبريال ته وويل په افغانستان کې زعفرانو ښه نتيجه ورکړې ده .
دافغانستان دزعفرانو رنګ ، بوي او خوند دکيفيت له پلوه دنړۍ ښه زعفران دي اوهغه زعفران چې بهر ته ليږل کيږي په مارکيټونو کې دټاکلي نورم اوستندرد له مخې دي.
شينواري زياته کړه دکرنې او اوبولګولو وزارت له ١٣٩٠ څخه تر ١٣٩٢ کال
پورې ټول دوه سوه لس متره اسکول دهيواد په ٢٦ ولايتونو کې په ٢٥٠ تنو بزګرانو وړيا ويشلي دي.
دغه راز حيواني سره ، توره سره اوسپينه سره هم ورسره ضميمه ده او څه دپاسه دوه سوه بزګرانو اودکرنې پنځه سوه تنو مامورينو ته مسلکي زده کړې ورکړي شوي دي.
دکرنې وزارت دترويج رياست دکرنې د تعليماتو امرسيدنبي شينواري وويل زعفران په هغو ولايتونو کې چې مرطوبه هوا نه لري کرل کيږي دهيواد زياتره ولايتونه ددغه شان هوا په لرلو سره دزعفرانو کښت ته مساعد دى.
هغو بزګرانو ته چې زعفران کري د زعفرانو پياز او سره ويشل کيږي٫ او دغه راز بزګرانو ته دمسلکي زده کړې لپاره دز عفرانو د وچولو ماشين ،. دزعفرانو انډې او جنراتور هم په پام کې نيول شوى دى .
په داسې حال کې چې پخوا دزعفرانو دکرکيلي لپاره له ابتدايي وسايلو څخه استفاده کيده .
دغه څرگندونې په داسې حال کې کيږي چې دايران دګمرک مسوولينو دزعفرانو دپياز دصادراتو مخنيوي کوي خو شينواري دغه حرکت اغيزمن نه بولي او وايي چې په افغانستان کې په تيره بيا په هرات ولايت کې دزعفرانو پياز په کافي اندازه شته او له بهرڅخه دزعفرانو دپيازو واردولو ته اړتيانشته.