کابل باختر دوږي ديارلسمه :
دننګرهار ولايت دښوونځيو د بې وزلو زده کوونکو داقتصادي ودې لپاره هلې ځلې دوام لري .
مسوولين وايي چې دکاري فرصتونو په برابرولو سره هلې ځلې کوي چې دغه زده کوونکي دښه اقتصاد خاوندان شي .
په لومړي ګام کې دکوز کونړ او ددره نور ولسواليو يوسلو پنځوسو تنو نجونو او هلکانوته دچرګانو دروزنې يوسلو پنځوس فارمونه جوړ شوي دي .
دهر فارم لپاره دهگيو يوولس چرکان په پام کې نيول شوي دي .
دغه پروګرام د ان اې اى د موسسې له خوا دننګرهار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست په تخنيکي همکارى پيل شوى دى .
دننګرهار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست يو تن چارواکى باختر اژانس ته وويل چې دغه زده کوونکي کولاى شي چې له دغو چرګانو څخه دبچيو داخستلو او هگيو په راټولولو سره دچرګانو دروزنې کار ته پراختيا ورکړي او دپانګې په ترلاسه کولو سره دخپل او دخپلې کورنى اقتصادي پياوړي کړي .
ده وويل ټاکل شوې ده دغه پروګرام دننګرهار ولايت د ټولو ښوونځيو په کچه پراخ شي . ختم_ ج _ اکرم