دزاړه بغلان دحسن تال حوزه بيا ازاده شوه .

کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه : دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ دحسن تال دحوزې کلي بيا دپوځيانو لاس ته ورغلل . دمرکزي بغلان ولسوال خان زاده مظلوميار باختراژانس ته وويل چې د ٢١٧ پامير قول اردو منسوبانو ديولړ عملياتوپه بهيرکې دمرکزي بغلان دولسوالۍ دحسن تال دحوزې کلي چې درې ورځې مخکې دوسله والو طالبانو ترکنترول لاندې نيول شوي و ، بيرته ترلاسه کړل . مظلوميار زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٧ تنه نور ټپيان شول . دمرکزي بغلان ولسوال دمرکزي بغلان ،نهرين او دبورکې دولسواليو دامنيت په تامينولو کې دحسن تال دکليو د ازادولو رول مهم اواساسي وباله او په دغو کليو کې يې دامنيتي بيزونو په جوړولو باندې ټينګار وکړ . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته