کابل/دلړم۲۵مه/باختر
د زابل د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سیمه ييزې اردو په جوړېدو سره به په امنیت کې نور ښه والی هم راشي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په زابل کې د سیمه ييزې اردو ۱۰۲ سرتېرو خپلې زده کړې بشپړې کړې او فراغت لیکونه یې ترلاسه کړل.
د زابل والي رحمت الله یارمل د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې فارغ شوي سرتېري به د دغه ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې دنده پیل کړي.
د زابل د ولایتي ادارې چارواکي په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په شاه جوی ولسوالۍ کې د وسله والو فعالیتونه پراخ شوي، خو مسوولین وايي چې په دغې ولسوالۍ کې یې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي او وسله والو طالبانو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل