درې پولیسان په بادغیس کې ټپیان شول

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
درې ملي پولیسان تېره شپه د بادغیس په مرکز کې ټپیان شول.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاالدین باختر آژانس ته وویل چې دغه پولیسان هغه وخت ټپیان شول چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز په درېیمه امنیتي حوزه کې د دوی پر پوستو بریدونه وکړل.
هغه وویل چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زیانونه اوښتي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته