کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د ملي اردو منسوبينو نن د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې درې ويشت ماينونه کشف کړل او په همدې ترتيب يې د څو تروريستي پيښو مخه ونيوله.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو منسوبينو دهلمند د سنګين او د خانشين ولسواليو په مربوطاتوکې د عقاب-٩٢ تر عنوان لاندې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته ماينونه کشف او شنډ شول، يو توغندى ويشتونکي او يو موټر سايکل ترلاسه کړ.
دغه راز د ملي اردو منسوبينو د قندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په نورو چاڼيزو عملياتوکې يو کلاشنکوف، يوه آيکم مخابره او دوه موټر سايکلونه ترلاسه کړل.
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو ځواکونو د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په مربوطاتوکې دنجات – ٣ په نامه عمليات پيل کړي دي چې تراوسه پورې ديو شمير جنګي وسايلو ، پنځلس ډول ډول ماينونو په کشفولو بريالي شوي دي.
5 1 دقیقه لوستل