درې ويشت تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول
کابل باختر دوږي څليرويشتمه :
د داعشيانو د ډلې ٢٣ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو، نازيانو، بټي کوټ او اچين د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه. امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دغو ډيپوګانو څخه چې دغني خيلو او هسکې مينې په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
ختم_ج _ اکرم