کابل باختر د چنګاښ شپږمه
درې ورونه پرون دفارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې شهيدان شول
دفارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش باختراژانس ته وويل: دغه درې ورونه دپشتون کوټ ولسوالۍ د پشته خان دکلي اوسيدونکي و او دلارې په اوږدو کې دوسله والو کسانو له خوا شهيدان کړى شول .
ده زياته کړه: دغه درې ورونه پخوا ددولت په ملاتړ د وګړنيو پاڅون کوونکو ځواکونو په ليکو کې و .
يورش زياته کړه چې دقاتلينو دپلټنې او نيولو لپاره دپوليسو څيړنې پيل شوي دي .