درې مسافران په غورکې د طالبانو له بند څخه وتښتیدل

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰مه
درې مسافران تېره شپه په غور ولایت کې د وسله والو طالبان له بند څخه وتښتیدل.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه مسافران په غور کې د طالبانو له بند څخه تښتیدلي او اوس له خپلو کورنیو سره دي.
وسله والو طالبانو دغه درې مسافران دوه ورځې مخکې د غور ـ هرات لويې لارې په تګلوري کې د فیروز کوه ښار له مربوطاتو څخه تښتولي او نامعلوم ځای ته یی لېږدولي وو.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته