کابل / د زمري ۸مه / باختر
د القاعده شبکې د دوو غړیو په ګډون ۶۳ وسله وال طالبان پرون مازيګر په هلمند کې ووژل شول.
د ٢١۵ ميوند قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتر د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه پر وسله والوطالبانو بريد وکړ چې په پايله کې ۶۳ وسله وال طالبان ووژل شول او په وژل شویو کې د هند وچې لپاره د القاعده شبکې دوه غړي چې د لرې واټن توغنديو مسلکي کسان او د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکې وو، هم شامل دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مشهور قومندان بشير په ګډون ١٣ نور طالبان ټپيان او جنګي وسايل یې ويجاړ شول.
ختم-ج-ا