امنیت

درې شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه ويشت تنه نور يې ټپيان شول

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
دهېوادپه يوشمير ولايتونوکې پرون دامنيتي ځواکونو دپوځي  عملياتوپه بهير کې ٦٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٩ تنه نور يې ټپيان شول 
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات دهېواد په بيلابيلو سيموکې دډاراچوونکو دځپلو او دخلکو دسراو مال  دساتنې په موخه ترسره شوي و .
دهېواد  ددفاعي اوامنيتي  ځواکونو دغه ګډ عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، ميدان وردګو ،لوګر ، خوست ، غزني ، روزګان ، زابل ، قندهار ، بادغيس ، بغلان ، فارياب ، بدخشان ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته