ټولنه

درې سوه کورنۍ په لوګرکې مرسته ترلاسه کوي

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
په لوګرکې د وروستيو جګړو له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې بهير نن پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې: په دې مرسته کې چې وريجې او غنم شامل دي؛ پر هغو٣٠٠ کورنيو چې د وروستيو د ناامنيو له امله زيانمنې شوې دي؛ وېشل کېږي.
د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي له طبيعي پېښو سره د مبارزې له ملي ادارې څخه په مننې سره چې دغه توکي يې برابر کړي دي؛ وويل: همکاري او د خلکو د ستونزو حل کول؛ د دولتي مسوولينو له مهمو وجايبو څخه دي او په اوسنيو شرايطوکې بايد په اړه جدي ګامونه واخيستل شي.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته