سیاستخبرونهامنیتTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

درې سوه کلن پوځ؛ د اسلامي امارت له لوري د ملي اسلامي اردو د جوړېدو چارې د ستایلو دي

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

تبصره

زه چې کله د یو افغان په توګه د نورو هېوادونو د پوځ د ۲۰۰ مې، ۲۵۰ مې او ۳۰۰ مې کالیزې د لمانځلو خبرونه اورم نو سخت ناهیلی ځکه شم، چې زما د وطن(معاصر افغانستان) له رامنځته کېدو څخه نږدې ۳۰۰ کاله اوړي او یو وخت مو د خپل پیاوړي پوځ پر مټ تر هندوستان، بخارا او اصفهان پورې حکومت کاوه، یو قوي مرکزي حکومت مو درلوده او سلګونه کاله وړاندې مو پوځي توکي تولیدول او د عسکري منظم ښوونځي مو درلودل، خو حالاتو او پرله پسې بهرنیو لاسوهنو زمونږ هرڅه برباد کړل، تر دې چې دا دی په هېواد کې له تېرو دوه نیموو کلونو راهیسې د اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته د یو قوي پوځ د بیا جوړېدو چارې روانې دي او لیدل کېږي، چې دا ځل به هېواد یو ښه منظم او پر دین، هېواد او خپلو خلکو واقعي میین پوځ ولري، داسې پوځ چې د تېرو څو وروستیو لسیزو په څېر د پردیو پر مالي ملاتړ ولاړ نه وي او د پردیو د اهدافو لپاره کار ونکړي.

د اسلامي امارت له لوري د جوړېدونکي پوځ او تېرو هغو ترمنځ توپیر دا دی، چې د امارتي پوځيانو جوړښت د عقیدې پر بنیاد دی او د تېرو هغوی د معاش او تنخوا پر بنسټ و، هغه څه چې د غلو مشرانو د غلا له امله پوره ورسول کېده هم نه او که امارتي پوځ ته په میاشتو میاشتو تنخوا هم ورنکول شي، بیا هم د خلکو په خدمت کې وي او خپله دنده د عقیدې پر بنسټ پر مخ وړي، که څه هم د نورو دولتي مامورینو په څېر یې معاشات هره میاشت په خپل وخت حواله کېږي.

بل توپیر دا دی، چې امارتي پوځونه د ټولنې د دوه مهمو تباه کوونکو مواردو اخلاقي فساد او اداري فساد پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او د له منځه وړلو لپاره یې غبرګون ښیي او تېرو هغو بیا دغه کړنې په خپله ترسره کولې او د موسیقۍ په محفلونو کې به سندرغاړو او نڅاګرو د دوی د اخلاقي فساد د ترسره کولو لپاره د ټینګ کړي امنیت له امله مننې کولې او ویل به یې، چې دا د امنیتي ځواکونو برکت دی، چې دوی ته یې د دا ډول محفلونو د پرلاره اچولو زمینه برابره کړې ده.

دغه ډول ډېرې نورې ځانګړنې هم شته، چې د هېواد لپاره د یوې اوږد مهالې ملي اسلامي اردو د جوړېدو هیلې پالي او تمه کیږي، چې افغانان وکولی شي یوه ورځ د خپل پوځ د جوړېدو ۱۰۰مه، ۲۰۰مه او ۳۰۰ مه کالیزه ولمانځي، ځکه افغانان واقعن د پوځ له ډېر بدلېدو رابدلېدو ستړي دي او اوس مهال د ټولو سترګې د پوځ مشر مولوي محمدیعقوب مجاهد ته دي، چې د الله ج په نصرت سره به وکولی شي د یو قوي اسلامي پوځ بنیادونه ټینګ کړي.

انشاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته