امنیت

درې سوه لس ميله وسله د ډاياګ بهيرته وسپارل شوه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
درې سوه لس ميله وسله او يوه اندازه مهمات نن په ننګرهار ولايت کې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شول.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال اسدالله شيرزاد په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ وويل: دوى دغه جنګي وسايل او مهمات د دغه ولايت په مرکز او اړوند ولسواليوکې د بېلابېلو عملياتو په بهيرکې راټول کړي دي .
د شيرزاد د څرګندونو له مخې: په دغو جنګي وسايلو او مهماتوکې يو اتيا کلاشينکوفونه، پنځه ګرينوف، دوه سوه پنځه ډول ډول تومانچې، اتلس بې غږ ټوپکونه او يوه بم غوځيدونکى دستګا شته.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د دغو جنګي وسايلو او مهماتو د کشفولو په اړوند يو سلو څلويښت تنه هم نيول شوي دي او د مخالفينو اووه ليږدونکې وسايط هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د تورنو کسانو په پيژندلو او نيولو او د وسلو په راټولولوکې د امنيتي ځواکونو کړه وړه وستايل او دا کار يې د امنيتي ځواکونو يو ستر برياليتوب وباله.
په ختيځ زون کې د ډاياګ مسوول بريد جنرال جوهر دولتزي وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې په لسګونو ميله وسله له بېلابېلو سيمو څخه راټوله او د ډاياګ بهير ته سپارل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته