-کابل باختر د لړم يوولسمه :
درې سوه تنو سيمه ئيزو پوليسو له يوې رونيزې پوځي دورې وروسته نن دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال اميرګل حسين خيل بغلاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو سرتيرو ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دتعليمي ټولې استادانو له خوان زده کړې کړې دي او دا له دغه مرکز څخه د سيمه ئيزو پوليسو نولسمه دوره فارغان دي.
د امنيت آمر زياته کړه: دغه سرتيري د مرکزي بغلان نهرين او ده بورکه له ولسواليو او د بغلان ولايت له مرکز او د پلخمري څخه معرفي شوي وو او اوس بېرته خپلو سيمو ته ځي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ