امنیت

درې سوه تنه بنديان له مرکزي جيل څخه ازاد شول .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
څه ناڅه درې سوه تنه بنديان دهيواد دجمهور رييس دفرمان له مخې دڅرخي پله له جيل څخه ازاد شول .
دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې دسترې محکمې دقطعي حکمونو دڅيړنې  لوى رييس سيد مراد شريفي وايي دغه کسان په هيواد کې داسلامي انقلاب  دبرياليتوب ددوه ويشتمې کاليزې په مناسبت دجمهور رييس دفرمان له مخې له جيل څخه ازاد شول .
  تيره اوونۍ هم دوه سوه پنځوس تنه بنديان دڅرخي  پله له جيل څخه، نهه ويشت تنه دکابل له ښځينه جيل څخه او شپږ څلويښت  تنه دماشومانو داصلاح او روزنې له مرکز څخه ازاد شول .
دغه بنديان په داسې حال کې له بند څخه ازاديږي چې دڅرخي پله په جيل کې يو شمير بنديان دبې سرنوشتي له امله شکايت کوي او دخپلو نسبتي دوسيو دڅيړنې غوښتنه کوي
ستره محکمه ديوه هيئت په ګومارلو سره هلې ځلې  کوي دبنديانو دنسبتي دوسيو دڅيړنې بهير ګړندى کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته