درې زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي له څلورو تنو ډار اچوونکوسره ترلاسه شول

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو څلور تنه له درې زره کيلوګرامه چاوديدونکو توکو سره ونيول .
دغه کسان د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې نيول شوي دي .
د باختر آژانس دخبر له مخې: دملي امنيت لوى رياست په دې اړوند ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره طرحه کړې ده چې ډار اچوونکو درې زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په دوو هينو ډوله موټرونوکې ځاى پرځاى او پټ کړي و چې کابل ته يې وليږدوي او له هغو څخه د روژې  په مبارکه مياشت کې په کابل کې په ځانمرګو او چاوديدونکو بريدونوکې کار واخلي.
د دغو کسانو نيونه ښيي چې دښمن آن د روژې په مبارکه مياشت کې هم غواړي چې خلک له مصيبت سره مخامخ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته