درې دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

۲۸- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
قندهار تېره شپه او نن سهار د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو ډګر و.
دغه جګړې چې په ژيړى او ارغنداب ولسواليو کې رامنځته شوې، په پایله کې یې ٣٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې ٣٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رپوټونو له مخې؛ دغو طالبانو کله يې چې غوښتل د پوځيانو پر پوستو بريد وکړي، له ځمکې او هوا پرې بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٠ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيولي.
ختم- ش-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته