کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ د دوسله والوطالبانو ډله ييز بريد ناکام شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د طالبانو په ډلې پورې اړوندو افرادو دننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په امنيتي پوستو له څو استقامتونو څخه ډله ييز بريدونه پيل کړل چې په دغې ولسوالۍ کې د ميشتو امنيتي ځواکــــــونو له سخت مقاومت ســــــره مخامخ شول.
دغه راز د ملي اردو د الوتکو له خوا په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي پوستو د ځواکونه هوايي ملاتړ وشو او په د ښمن يې ځپنده ګوزارونه وکړل چې له امله يې په وسله والوطالبانوپورې اړوند ٣٣ تنه ووژل شول او ٥٤ تنه نوريې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ