درې ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول
کابل باختر د کب دمياشتې ٣٠ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو دمنسوبينو په جلاجلا عملياتو کې درې ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي ؛ دغه عمليات دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دننګرهار ولايت دکوټ او د کاپيسا ولايت د تګاب دولسواليو دپاکولو په مقصد ترسره شول چې له امله يې درې ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دهغوى دوسلو يوه ډيپو هم له منځه تللې ده .
د يوبل خبرله مخې ؛ د ٢٠٥ اتل قول اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې ددايکنډي ولايت دکجران ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.