درې ديرش تنه په هلمندکې د طالبانو له بند څخه آزاد شول

لښکرګاه /باختر/ د غبرګولي د میاشتې ١٠ مه په هلمند ولايت تېره شپه د کومانډو ځواکونو په عملياتوکې ٣٣ تنه د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد کړاى شول. د ځانګړو ځواکونو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د هېواد کومانډويانو دغه بنديان د دغه ولايت د سنګين ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د وسله والو طالبانو له يوه جېل څخه د عملياتو په ترڅ کې آزاد کړل. نورستاني زياته کړه: په آزادو شويو کسانوکې د ملي اردو ٢٩ تنه منسوبان، د ملي پوليسو ٣ سرتيري او يو ملکي وګړى دى. د کومانډو ځواکونو دوه شپې مخکې هم ٣٢ تنه نوربنديان په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد کړي وو. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته