امنیت

درې تنو انسان تښتونکو ته له پنځو کلونو څخه تر پنځلسو کلونو پورې د بند سزا .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په انسان تښتونې تورن  درې تنه  د هرات ښار دابتدايي محکمې له  خوا له  پنځو کلونو څخه تر پنځلسو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شول .
له دغو کسانو څخه په  دوو تنه  يې د هرات ښار اوسيدونکي د تښتونې تورلګول شوى دى چې دجرم عمل له ترسره کولو مخکې ونيول شول .
دهرات د  ښارى ابتدايي محکمې رييس قضاوتمل   غلام رسول منصورباختر آژانس ته وويل :  دغه کسان هر يو دپنځو کلونو او ديوې مياشتې په  سزا محکوم شول.
دغه راز دکورني او بهرني  امنيت دجرمونو د ديوان  په  غونډه کې ديوه  ماشوم دتښتونې په قضيه کې يو تن تورن  په پنځلس کاله بند محکم شو .
دا په داسې حال کې ده  چې مخکې له دې د تورونو کسانو جرمى شريکان دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي  او د هرات دمحکمې له خوا په  بند محکوم شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته