درې تنه ډار اچوونکي په ننګرهار کې ونيول شول .
کابل باختر د وري دويمه :
په ننګرهار ولايت کې دسيلاب ١٤ په نامه دګډو محاربوي عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا منسوبانو له نورو دفاعي او امنيتي ځواکونو ، دلومړى لمبر سرحدي لوا ، ملي پوليسو او دملي امنيت له ځواکونو سره په همغږى کې دلازيات امنيت دټينګښت ، ښې حکومتوالۍ او دوکړنيو پاڅونونو دملاتړ په موخه د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيلاب – ١٤ په نامه ګډ محاربوي عمليات پخوا پيل کړي دي او په برياليتوب سره دوام لري .
ددغو عملياتو په بهير کې پرون دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه ډار اچوونکي له يوې ويکسار ډوله واسطې او دوو کلاشينکوفونو سره په دغې ولسوالۍ کې دميشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په خبر کې ويل شوي دي چې ددغو عملياتو په بهير کې دفاعي او امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عطاالله _ اکرم