امنیت

درې تنه ډار اچوونکي ټپيان شول

پلخمري باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه : درې تنه وسله وال طالبان په پروان ولايت کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ټپيان شول . د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: پرون د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو او ملي دفاعي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته وشوه چې له امله يې درې تنه ډار اچوونکي سخت ټپيان شول. د دغې نښتې په بهيرکې امنيتي او دفاعي ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته